پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د پکتیا له زندان څخه ۷ زندانیان تښتېدلي
نیټه: Mon, 13 Jan 2020 11:15:13 +0000


 
د پکتيا حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت له مرکزي زندانه اووه بندیان تښتېدلي دي.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت نن دوشنبه رسنيوته وويل چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د دغه ولايت له مرکزي زندان څخه ۷ بنديان تښتيدلي. 
هغه وويل دغو بنديانو ته د سياسي، قتل، ترور او خيانت جرمونو پر اساس د محکمې د پرېکړې له مخې له پنځو کلونو څخه تر شلو کلونو پورې د بند سزا اورول شوې وه.
حسرت په دريو تښتيدلو طالبانو کې د کوم مشهور يا ډېر مهم طالب په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په دوې کې يو کس په شل کاله او دوه تنه نور په پنځو، پنځو کلونو قيد محکوم شوي وو.
حسرت وويل، د يادو بنديانو د تېښتې څرنګوالی د والي مرستيال عبدالولي سهي په مشرۍ د پلټنو په موخه يو پلاي خپل تحقيقات پيل کړي دي.
د ګردېز په زندان کې د سياسي، جرمي او حقوقي قضيو پربنسټ نيول شوي څه باندې ۶۰۰ بنديان اوسيږي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي چې له یاد زندان څخه ټول تښتېدلي کسان د دوی غړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته