پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ديني عالمان : پنځوس سلنه وسله وال له هیواد بهر مدرسو کې روزل شوي
نیټه: Mon, 13 Jan 2020 13:31:28 +0000

 

د ننګرهار حج اوقافو رئيس وایې پنځوس سلنه وسله وال مخالفېن  له هېواد بهر مدرسو کې روزل شوي.
دیني علما وایې د مدرسوپه یوالې سره به د هغو خورو ورو فتواو مخه هم ونيول شې چې له بهره افغانستان کې د جګړې د روا والې لپاره ورکول کېږي.
ننګرهار کې به له دې وروسته دینې مدرسې د يوي اتحادیې په ډول فعاليت کوي او بهر ته به د یني زده کړو ته د خلکو د ورتګ مخه ونیول شي.
د دینې مدرسو دیوالي دي غونډه کې د ننګرهار حج او اوقافو رئیس وویل اوس مهال هېواد کې له جنګېدونکو وسله وال مخالفينو یې پنځوس سلنه له هېواده دپاکستان او نورو هېوادونو په مدرسو کې روزل شوي.
دینې علما وایې دلته به د دینې مدرسو او دیني علماوپه يوالي سره بهرنیو هېوادونو ته د دیني زده کړو لپاره د تلونکو طالب العلمانو د ورتګ او د هغو فتواو مخنوی وشې چې هېواد کې د جګړي د روا والي لپاره د استخباراتي ادارو په غوښتنه ورکول کېږي.
دا مهال ننګرهار له پنځوسوو ډېري دیني درسي فعالیت کوي.
دحج او اوقافو ریاست د چارواکو په وینا چې د دیني مدرسو ټولي ستونزې به د مرکزي حکومت او ولایتي اداري په همکارۍ حل کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته