پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بلخ کې چاودنو۱۱ تنه مړه او ټپيان کړي
نیټه: Tue, 14 Jan 2020 10:02:15 +0000

 


د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي امنیتي چارواکي وايي، د مزارشریف ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د دوو پر له پسې چاودنو له امله دوه ماشومان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وویل، چې دغه چاودنې نن سه شبنه سهار د یو سیمه ییز قوماندان د کور مخته د ځای پر ځای شويو ماینونو له امله رامنځته شوي دي.
عادل زیاته کړه، چې په دې اړه د دوی څېړنې پیل شوي دي.
عیني شاهدانو د ټپیانو شمیر ۱۲تنه ښودلی دی.
په بلخ کې د ابو علي سینا بلخي روغتون یو نوکریوال ډاکټر ويلي، چې د پېښې له ځایه دوی ته دوه مړي او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.
تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته