پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار پر والي بريد کوونکی ونيول شو
نیټه: Tue, 14 Jan 2020 12:06:30 +0000

 

چارواکې وایي له اتلس تنو طالب،داعش او  انسان تښتونکو په ګډون یې هغه کس هم نيولی چې غوښتل یې ننګرهار پر والي د کلدارو د مخنوي او نرخنامو د تطبیق لپاره ښار ته د ورتګ پرمهال په نښه کړي.
له نيول شویو وسله والو یې ځينو خپل جرمونه هم منلي.
ولایتي چارواکي وایي ننګرهار کې په تېره یوه اونۍ کې د دولس تنو انسان تښتوونکو،یو داعش او شپږ طالب وسله والو په ګډون هغه طالب نيولی چې غوښتل یې ننګرهار والي شا محمود میاخېل د کلدارو مخنوي،افغانيو ترویج او نرخناموپه تطبیق پسې ښار ته د ورتګ پرمهال په نښه کړي.
بل خوا په همدې تور نيول شوی کس چې ځان په وسله والو طالبانو پورې تړي، خپل جرم یې منلی.
چارواکو د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شوی هغه کس هم خپلې کورنۍ ته وسپاره چې نهه ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د دوسرکې له سيمې تښتول شوی وو.
له انسان تښتونکو د ازاد شوی جلات خان او پلار یې وایې د زوي د خلاصون په بدل کې ترې د سړي تښتونکو ډلي دوه سوه زره امریکایې ډالر غوښتل خو د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د دې ډلي په نیولو سره یې زو د سړي تښتونکو له منګولو ازاد شو.
ولایتي مقامات وایي د ننګرهار یوویشت ولسوالۍ په بشپړډول امن شوي او له ویري پرته ورته تګ راتګ کېږي.
 خو حصارک هغه ولسوالي یادوي چې د امن کېدو لپاره یې د تصميم نیولو خبره کوي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته