پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حمدالله محب او جواد ظریف د افغانستان پر سوله غږيدلي
نیټه: Wed, 15 Jan 2020 11:48:46 +0000

 

 د ملي امنیت سلاکار حمدالله مُحب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظريف سره د افغانستان پر سوله او سيمه يیزو حالاتو غږېدلی دی. 
ظریف د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره لیدنه کې ویلي، چې هیواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دی.
 د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دغه لیدنه کې په سیمه کې د رامنځته شوي وروستي کړکچ په اړه د اندېښنې په ښودلو سره هیله ښودلې چې یاد کړکېچ د خبرو اترو له لارې هوار شي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد کړکېچ باید د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه نه کړي.
محب او ظریف داسې وخت په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه خبرې کړي چې د ایران او امریکا کړکېچ د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته اوج ته رسیدلی او ایران له امریکا د غچ اخیستلو ګواښونه کړي.
محب له جواد ظریف سره لیدنه کې تلپاتې سولې ته د رسېدو په هدف د افغان سولې له بهیر څخه د سیمې په کچه پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
دواړو لورو په نوي ډهلي کې د «رایزانا خبرو» کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي دي.
ظریف پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د روانې جنورۍ میاشتې پر ۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، چې ایران د افغان سولې د بهیر د کمزوري کولو هلې ځلې کوي.
پمپیو ویلي و، چې ایران د افغانستان په اړه په سیمه ییزې اجماع کې له ګډون کولو څخه د ډډې کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د اورپکو ننګه کوي او اوس په فعال ډول هلې ځلې کوي چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته