پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حامد کرزی: د افغانستان سوله پیچلي شوې ده
نیټه: Wed, 15 Jan 2020 13:26:05 +0000

 

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو د ښکېلتیا له امله د افغانستان سوله پیچلې شوي ده.
حامد کرزي چې په هند کې د رایسینه ډیالوګ په نوم کنفرانس کې خبرې کولي وویل چې  په افغان سوله کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو فعاله ونډه مهمه ده او هیله یې څرګنده کړه چې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
نوموړي د ایران او امریکا ترمنځ د رامنځته شوی تاوتریخوالی ، د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه 
دغه درې ورځنى کنفرانس چې سې شنبه پيل شوى چې نړيوالې ټولنې ته پر ورپېښو چلنجونو په کې بحث کېږي.
د رايسينه ٢٠٢٠ ډيالوګ په نوم پنځم کنفرانس د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت او د ابزرور تحقيقاتي مرکز په کوربه توب جوړېږي چې له څه باندې ١٠٠ هېوادونو شااوخوا ٧٠٠ کسان په کې برخه لري.
د رایسینه ډیالوګ په نوم کنفرانس په ۲۰۱۶ کال کې تاسیس شوی دی.
کنفرانس ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وينا کې وويل، ټول افغانان سوله غواړي، خو د افغانستان په مسئله کې د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو ښکېلتیا دې هدف ته رسېدل پېچلي کړي.
حامد کرزي په افغان سوله کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو فعاله ونډه مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځې خبرې ژر پیل شي.
کرزی هیله څرګنده کړه چې د افغانستان خلک ، چې د اوږدې مودې جګړې له امله راګیر دي ، ژر خپل هیواد کې دایمي سوله او امنیت ومومي.
نوموړی د امریکې او ایران ترمینځ نوي تاوتریخوالي ته په اشارې سره ، د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه او په سیمه کې یې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سولې روانې هڅې پیچلې بللې وې، په تېره بیا له طالبانو سره د متحدو ایالتونو د ټکنیو مذاکرو پر بریا یې یوڅه شک څرګند کړی و.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له استازیو سره لس وارې مذاکرې کړي، خو اوس دغه مذاکرې په ټپه درېدلي حالت سره مخامخ دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته