پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو ننګرهار کې روغتیايي مرکزونه تړلي دي
نیټه:

 

ننګرهار کې طالبانو دڅه باندې دېرشو روغتیایې مرکزونو په تړلو سره زرګونه خلک له روغتیایې خدماتو بې برخې کړي.

طالبانو دا روغتیایې مرکزونه د کم کیفیته خدماتو د وړاندې کېدو له کبله تړلي.

د روغتیا ریاست مسؤلين د دومره شمېر کلینیکونو تړل او د طالبانو له لورې د کم کیفیته خدماتو وړاندې کول نه مني.

د فتح اباد دې کلينیک شپږ زره کورنيو ته روغتيایې خدمات کول.

خو څلور ورځې کېږي چې طالبانو یې د کم کیفیته خدماتو له کبله دروازه تړلي.

وایې تردې وړاندې یې هم دطالبانو ځيني شرطونه منلي خو له طالبانو سره یې ستونزه حل نشوه.

له تړل شوي کلینک نږدې نیم کلیو مټر وړاندې دا امنيتي ځواکونو هغه پوسته ده چې د سیمې د خلکو امنیت ساتي.

طالبانو ځينو رسنيو ته ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو .سره رود حصارک او او لعلپورې ولسوالۍ کې یې یو دېرش کلینکونه د دې له کبله تړلي چې پوره خدمات یې نشو وړاندې کولی.

دعامې روغتیا ریاست چارواکې بیا يواځې د یو یا دوه کلینکونو تړل منې خو دا ردوي چې د روغتیایې مرکزونو وړاندې کېدونکې خدمات کم کیفیته دي.

ننګرهار کې په روغتیایې برخه د طالبانو دا غېز په داسې حال کې دی چې د دې ولایت حکومتې چارواکي د ډېرو هغو ولسواليو دامن کېدو وايي چې وړاندې پکې د حکومت وسله وال مخالفين برلاسي وو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته