پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ديني عالمان: ننګرهار په ښاري سيمو کې اخلاقې فساد اوج ته رسیدلی
نیټه: Sat, 18 Jan 2020 13:29:54 +0000

 

دیني علما وايي ننګرهار کې  په ادارو او ښاري سيمو کې اخلاقې فساد اوج ته رسېدلی خو حکومت یې د مخنوي لپاره اقدام نه کوي.
بلخوا حکومت یې هرکلی کوي خو د اغېزمنتوب لپاره یې له حج او اوقافو ریاست سره د همغږۍ غوښتنه کوي.
دیني علماء ننګرهار کې د ښځینه و د بې حجابۍ او اخلاقي فساد پرضد سره را جرګه شوي.
وایې په اداراتو او ښاري سيمو کې له شرعي اصولو سرغړاوی اوج ته رسېدلی خو له خبراوي سره سره یې هم حکومت دمخنوی لپاره اقدام ندی کړی.
دوي وایي نه غواړې هېواد کې یې لکه د پاکستان اخلاقې فساد او د ښځو بې پرده ګۍ سرعام شي.
د همدې له کبله خو یې د شينوارو په ولسوالۍ کې د خوښۍ په مراسموکې د موسیقۍ په غږولو هم بندیز لګولی.
چارواکې بیا د دیني علماو د دې اقدام هرکلی کوي او وایې د اخلاقي فساد ، نشه یې توکو استعمال او نورو ناروا کړنو د مخنوي لپاره د حج او اوقافو ریاست فعاليت کوي.
چارواکې وایي که علما د حج او اوقافو ریاست سره په ګډه دا اقدام وکړي اغېز به یې ښه وي.
دیني عالمان په هرات ولایت  کې د ګزرګاه جامع جومات خطیب مجيب الرحمن انصارې د هغه څرګندونو ملاتړ هم وکړ چې ویلي یې وو د شرعې اصولو سرغړونکو ته به د سزا په ورکړه کې د حکومت پریکړو ته منتظر پاتي نشي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته