پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دسولې ملاتړ په موخه فيستيوال غونډه
نیټه: Sun, 19 Jan 2020 13:42:08 +0000

 

ننګرهار کې د سولې ملاتړ په موخه د سولې شعر او انځور ګرۍ فیستیوال غونډه ترسره شوه.
د فیسټيوال جوړونکي وایي لسګونه شاعرانو او انځور ګرانو غونډه کې برخه اخیستي او موخه یې د سولې او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ دی.
دپوهنتون استادان بیا د سوله ایز ژوند عامولو لپاره دا فسټيوال اغيزمن بولي.
په ننګرهار کې د شایان فرهنګي او رسنيز مرکز له لورې جوړ شوی هغه فسټيوال غونډه چې لسګونه شاعرانو او انځورګرانو پکې په خپلو هنرونو د سولې او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړی.
ددې فرهنګي مرکز مسؤلين وایي له فسټيوال نه یې موخه سوله ایز ژوند او فرهنګ ته د خلکو هڅونه ده.
دا انځورونه چې هر یو یې په یو ډول د جګړي او تاوتریخوالي زیانونه ښيي د فیسټوال ګډونوالو ته د نندارې لپاره ايښودل شوي.
 د پوهنتون استادان او فرهنګیان د سوله ایز فرهنګ د عامولو لپاره دا ډول فیسټوالونه اغیزناک بولي.
د شایان فرهنګي مرکز مسؤلين وایي د هېواد په اوو زونونو کې  دا ډول فسټیوالونه جوړوي، ختیځ شپږم هغه زون دی چې د دې فسټیوال کوربه وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته