پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هېواد موسسې مسولین: طالبان ترې خپلو کارمندانو ته معاشونه غواړي
نیټه: Mon, 20 Jan 2020 13:26:18 +0000

 

د پکتيا ولايت د روغتيايي مرکزونو د مسولې قراردادي موسـسې (هېواد) مسولين وايي وسله والو طالبانو ترې درې امبولانسونه، د دوی ولايتي او د هرې ولسوالي روغتيايي مسول ته معاشونه او د ټپيانو د درملنې لپاره يې درمل غواړي.
د يادې موسـسې ولايتي مسول ډاکټر فضل الرحمن منګل وايي چې يادې ډلې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې دا غوښتنې کړې، خو په خبره يې دوی نشي کولی وسله والو طالبانو ته ياد امکانات برابر کړي.
منګل وايي وسله والو طالبانو د هغوی د دې غوښتنو د نه پوره کېدو له امله لومړی په ځاځي اريوب او څمکنيو او اوسمهال په ټولو ولسواليو کې د مختلفو ناروغيو واکسينونه او د کلينيکونو خدمات بند کړي دي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست په دې مسله سخته اندېښنه ښيي او وايي چې ستونزه يې له ولايت مقام او اړوند وزارت سره شريکه کړې ده.
د پکتيا ولايت مقام هم ياده ستونزه او فشارونه مني او وايي هڅه کوي د قومي مشرانو له لارې دې ستونزې ته يو حل پيدا کړي.
د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي وسله والو طالبانو له هېواد موسـسې دا هم غوښتي چې د هغوی لخوا له ور پېژندل شويو لس مشخصو پاکستاني کمپينو درمل وپيري.
منګل هم د وسله والو طالبانو دا غوښتنه سمه نه بولي او وايي چې د روغتيايي خدمتونو له بندېدو سره خلک له ګڼو او مرګونو مرضونو او ستونزو سره مخ کيږي.
خو وسله والو طالبانو بيا، په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې د پکتيا ډېری اوسيدونکي په دې ولايت کې د وړاندې کېدونکو خدمتونو او د قراردادي موسـسې لخوا د برابرېدونکو اسانتياوو له کموالي شکايت کوي او زياتوي که د موسـسې شته کم امکانات هم وويشل شي، نو د پکتيا روغتيايي مرکزونه به له خدمتي پلوه فلج شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته