پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې په لومړې ځل دښتورګې دپيوند عمليات ترسره شو
نیټه: Tue, 21 Jan 2020 13:17:28 +0000

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په لومړي ځل د محمد علي جناح په ملي روغتون کې د  پښتورګو د پیوند عملیات ترسره شول.
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیرز الدین فیروز په یو خبرې کنفرانس کې چې د خپلو فعالیتونو کلنۍ راپور یې وړاندې کوو وویل چې په افغانستان کې په لومړي ځل د محمد علي جناح په تخصیصي ملي روغتون کې د یو تن ناروغ د پښتورګو د پیوند عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
نوموړی وايي ددې ناروغ عملیات د افغاني ډاکترانو لخوا ترسره شوي چې د ناروغ  روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
نوموړي وویل دا روغتون د ۱۲ بسترو ظرفیت لري چې په نویو طبي تجهیزاتو سمبال دي.
فیرزو الدین فیروز وویل چې اوسمهال په افغانستان کې ۷ زره قابله ګانې شتون لري چې د هېواد په ۹۰ سلنه روغتونو کې کار کوي.
نوموړی وايي د نویو دولتي روغتیايي مراکزو د جوړولو ترڅنګ  د  سرطان ناروغیو د تشخیص مرکز جوړ شوی او د کابل ترڅنګ به ولایتونو کې د امولانسونو په خدماتو کې زیاتوالی راشي.
د عامې روغتیا وزارت وايي هڅه کوي چې په هېواد کې روغتیايي خدمات په سمه توګه ورسوي او ترڅنګ یې د مور او ماشوم د میړنې کچه راټېټه کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته