پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ځايي اوسیدونکي دمملې تاريخي بڼ د بيارغونې غوښتنه کوي
نیټه: Wed, 22 Jan 2020 11:39:41 +0000

 

د مملې باغ چې ويل کېږي د شاه جهان پاچا د لور مملې او د هغه د زوی له لورې رغول شوی شاوخوا پنځه سوه کاله تاريخ لري او د افغانستان په تاریخ کې هم د ډيرو شاهانو د دمه ځای او د چکر د ځای په نومونو ياد شوی دی.
دا سيمه چې له ډيرو کلونو په نا امنۍ کې پاتې شوه وه، تازه د سيمې د خلکو په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې امن شوې او دغه باغ ته د سيلانيانو د ورتګ مخه ماته شوې ده.
د خوږياڼو ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، که د بيارغونې برخې ته يې پاملرنه وشي؛ نو د داخلي سيلانيانو سربېره به د نړيوالو سيلانيانو پام هم ځانته واړوي.
د ننګرهار ولايتي اداره وايي، چې د دغه بڼ د بيارغونې لپاره يې دوه پروژو باندې کار روان کړی چې يو يې د ساختمان بيارغونه او بله يې هم د بڼ د ونو بوټو بيا احيا ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي  د واحد عملياتي ادارې له لورې د دغه بڼ د بيارغونې لپاره بوديجه منظور شوې چې د بنايي تصدۍ له لورې به ورغول شي او دغه راز به يې د ونو بوټو برخه کې د کرنې رياست کار وکړي، چې زيانمن شوي بوټي به جوړ شي او دغه راز به نوي بوټي هم وکري.
د مملې باغ د جلال اباد ښار په ۴۲ کېلومټرۍ کې په ۶۰ جريبه ځمکه کې رغول شوی، دنګ چينارونه، روانې اوبه او د نرګس ګلونو دې باغ ته لا ښکلا وربښلې ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته