پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان د افغان سودا ګرو پر مخ د واګې بندر تړلی
نیټه: Mon, 27 Jan 2020 13:39:08 +0000

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید ویلي له تېرو درېیو ورځو راهیسې په ډېر شمېر موټر راګرځول شوي دي.
نوید وايي، دغه بار وړونکي موټر د پاکستان واګې بندر له لارې ټرانزیت کېدل چې له هغه وروسته بیا هند ته تلل.
نوید په خبره، دا مهال ډېری مېوې خرابې شوي او که چېرې یاده ستونزه هواره نه ‌شي د باغ لرونکو ترڅنګ به سوداګرو ته هم ګڼ مالي زیانونه واوړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د سوداګریو او صنایعو خونو چارواکي وايي که افغانستان د پاکستان ترانیزیتي توکو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي نو پاکستان به د سوداګرۍ په برخه کې یو نیم مېلیارډه ډالره زیان وکړي.
خو نوید وايي پاکستان هڅه کوي تر څو دا بهیر کړکېچن کړي، له همدې امله ولسمشر غني ګواښ وکړ چې د پاکستان له خوا د واګه بندر تړلو سره به افغانستان هم ورته ګام پورته کړي.
د سوداګریزو او صنایعو خونو مرستیال، خان‎جان الکوزی وايي پاکستان تل له افغانستان سره د سوداګریزو هوکړو خلاف عمل کړی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته