پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ښوونځيو په ازموينو کې د زده کوونکو د نقل د مخنيوي په موخه له بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخيستل کېږي
نیټه: 17/02/2014

د ښوونځيو په ازموينو کې د زده کوونکو د نقل د مخنيوي په موخه له بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخيستل کېږي

له دې وروسته يوازې د ټارګيټ شويو کسانو او نورو بې ګناه کسانو د وژنې لپاره بې پيلوټه الوتکې نه کارېږي، بلکې اوس د يوې بلې چارې هغه هم په ښوونځيو کې د زده کوونکو د څارلو لپاره..

د بېلجيم هېواد په ځينو ښوونځيو کې په ازموينو کې د زده کوونکو د کنترول او نقل نه کولو په خاطر له بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخلي، د ازموينې په وخت کې به دا الوتکې د شاګردانو پر سرونو او د دوی د ازموينې د کتارونو په منځ کې ډېرې په اساني سره ګرځي او تاوېږي، د الوتکې چې په حجم کوچنۍ الوتکې دي، په ويډيو او د عکس اخيستلو په ډېرو دقيقو کامرو سنبال دي چې د شاګردانو ټول حرکات او سکنات څاري او په ويډيويي ډول یې په ژوندۍ بڼه اتومات دهغه کس مانيټر ته لېږي، چې په ځانګړي ځای د زده کوونکو د ازموينې د څار لپاره ناست دی، او ښوونکی به بې له دې چې په کتارونو کې وګرځي ددې الوتکو پر مټ خپل د امتحان صحنه وڅاري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته