پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۱۰۳۱ مستحقو بې ځایه شويو سره دمرستو لړۍ پيل شوه
نیټه: Thu, 30 Jan 2020 11:05:35 +0000

 

 ننګرهار کې په کور دننه د جنګ جګړو له کبله په کډوالو شو کورنیو باندې د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. 
د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو رئيیس نجیب الله قیومي وايي د IOM مرستندویه ادارې له خوا د شپاړس عشاریه لس میلیونو افغانيو مرسته به په ۱۰۳۱ مستحقو بې ځایه شو کورنیو ووېشل شي.
د نوموړي په خبره د ژمي لپاره د ځينو توکو د پیریدلو په پار دوې هرې کورنۍ سره پنځلس زره شپږه سوه شپاړس افغانیو مرسته ترسره کوي . 
 بلخوا بې ځایه شوي کورنۍ له يادو مرستو خوښ دې ، او ترڅنګ يي د نورو مرستو د ترسره کیدو غوښتنه کوي. 
 د ورکړل شو معلوماتو له مخې سږ کال په ننګرهار کې دوه پنځوس سلنه د ۱۷ نورو ولایتونو کورني بې ځایه شویو په ګډون ټول ټال څه د پاس ۱۹ زره کورنۍ مېشتي شوي دي ، چې د کډوالو چارو ریاست د مسولینو د يوې ترسره کړي سروي له مخې شپږ زره او شپږ سوه کورنۍ د مرستو مستحق پيژندل شوي چې د مسولینو په خبره  تر دې وړاندې يي هم ورسره لومړني مرستې ترسره کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته