پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په نړۍ کې د رياضی په اړه تر ټولو لرغوني اسناد وموندل شول
نیټه: 17/02/2014

په نړۍ کې د رياضی په اړه تر ټولو لرغوني اسناد وموندل شول

 

پرمختګ ويب پاڼه / محققين په دې بريالی شول ، چې د رياضي يو ډېر لرغونی سند چې ۲۲۰۰ کاله لرغونتيا لري، په چين کې پيدا کړي.

د شينهوا خبري اژانس د راپور له مخېد رياضي دا لرغونې پاڼه په بامبو يانې درګو ليکل شوې ده او ۲۲۱-۴۷۵ قبل الميلاد لرغونتیا لري.

د بېجينګ څينهوا پوهنتون د لرغونو متونو د څېړنې او ساتنې مرکز اعلان وکړ په دې سند کې ۱۰۰ څخه د کمو دوو عددونو د ضربول تشرېح شوي دي.

ددې لرغوني سند محاسباتي توابع تر اوسه پورې په موندل شويو ټولو اسنادو پر وړاندې لرغوني دي، چې په خپل وخت کې د ضربولو يوه ښه او اسانه لاره پېژندل کېده،

څېړونکي دا کشف د چين او حتی د نړي د رياضي د علم د تاريخچې په برخه يوه ستره لاس ته راوړنه ښودلې ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته