پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان کونسلګرۍ کې له ویزه اخستوونکو غیرقانوني پېسې اخستل کیږي
نیټه: Sun, 02 Feb 2020 11:42:22 +0000

 

ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته د ویزې اخستنې په منظور راغلي خلک له ویزه اخستوونکو سره د ناوړه چلند یاده کوي او زیاتوي چې هغه خلک په نوبت کې مخکې کیږي چې ناقانونه پيسي ورکوي.
ځينې بیا د ویزې اخستنې لپاره په کراتو کراتو د خپل نوبت پرمهال د تګ راتګ خبره کوي او وايي چې تل په ډيره بې رحمه شکل وهل کیږي .
دوي وايي نه یواځي ځوانان بلکې په کونسلګرۍ کې،له سپینګیرو او میرمنو سره هم ښه چلند نه ترسره کیږي.
د ولایتي شورا غړی سهراب قادري هم پاکستان کونسلګرۍ د بې نظمي او فساد خبره کوي او زیاتوي چې دوي د هل په موخه هلې ځلې کړي ولي کومه پایله يي نه ده ورکړي.
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د پاکستان د کونسلګرۍ نظر هم واخلو خو د هڅو سره سره بریالي نه شو، بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بیا د مراجعينو زیاتیدا او د کمو ویزو ورکړه هغه څه بولي چې له کبله فساد او بې نظمي رامنځته کیږي.
د يادونې وړ ده چې په ياده کونسلګرۍ کې د بې نظامي له کبله پخوا هم غږ پورته شوي او حتی څو کسانو په کې خپل ژوند هم بایللي خو تراوسه حکومت نه دې توانیدلای چې دا ستونزه هواره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته