پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تميم اقبال د فرسټ کلاس سیالیو شپږ کلن ریکارډ مات کړ
نیټه: Sun, 02 Feb 2020 13:37:31 +0000

 

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپ وهونکي تميم اقبال، د فرسټ کلاس سیالیو نړیوال شپږ کلن ریکارډ مات کړ.
تميم اقبال چې د بنګله دیش په کورني فرسټ کلاس سیالیو کې د ختیځ زون لوبډلې لپاره لوبیږي، نوموړي د سریلانکایي بریدګر اوپنر توپ وهونکي،کومرا سنګاکارا، ریکارډ په فرسټ کلاس سیالیو کې مات کړ.
سریلانکایي چپ لاسي توپ وهونکي په ۲۰۱۴ م کال کې ۳۱۹ منډې ترلاسه کړې وې.له هغه مخکي د بنګله دیش دوهم لوبغاړي رقیب الحسن، په ۲۰۰۷ م کال کې د فرسټ کلاس سیالیو په یو اننګز کې ۳۱۳ منډې جوړي کړې وې.اوس تازه تميم اقبال د دي منډو څخه زیاتي منډې په یو اننګز کې جوړوې، هغه د ختیځ زون لوبډلې لپاره په یوازې ځان ۳۳۴ منډې ترلاسه کړې او لا هم ناټ اوټ په میدان کې ولاړ دی،دا لا نده معلومه چې نوموړی به یو ځل بیا له دمې وروسته خپل بیټینګ جارې وساتې او کنه.بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله د تميم دغه ډول اننګز په زړه پوري بلي او د پاکستان راتلونکي ټیسیټ لپاره د تميم پوره چمتوالی ښایې.
دغه سیالۍ د بنګله دیش په ميرپور ښار کې روانې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته