پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې څه باندې۵۱۱۹۵ ډالرو په ارزښت دبسته بندۍ مرکز جوړيږي
نیټه: Mon, 03 Feb 2020 12:04:36 +0000

 

مهترلام کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري د څه باندې ۵۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سبزیجاتو د بسته بندۍ مرکز جوړیږي.
په ختیځ زون کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مشر انجینر مقیم د معلوماتو له مخې چې د راستانه شویو کډوالو لپاره یې د دوی د کرنیزو توکو د بسته بندۍ او تجمع په موخه د ۵۱ زره او یوسل پنځه نوي امریکایي ډالرو په ارزښت د عمرزیو په وردګو سیمه کې ددغه مرکز د جوړیدو چارې پیل کړې.
نوموړی وایي، دغه مارکېټ په څلور بسوې ځمکه کې د ۶ میاشتو په موده کې جوړیږي،چې ورسره به د راستانه شویو کډوالو او بزګرو ډیری ستونزې حل شي.
په ورته مهال کې د لغمان ولایت سیمه یزا چارواکی  وايي د کډوالۍ نړیوال سازمان او ددغه وزارت په ګډو هڅو دا پروژه پیل شوه او ډیر ژر به د ۶۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ شوي دوه سربندونه هم ګټې اخیستنې ته وسپاري.
ځايی اوسیدونکو خوښي وښوده او زیاته يي کړه چې له مخې به ولسونو ته ګڼي اسانتیاوی برابرې شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت کې به هم د پام وړ ښه والي راشي.
د يادونې وړ ده چې لغمان په ختیځ کې پروته هغه ولایت دې چې ځای مېشتي يي ډير په کرنې بوخت دې او کرنیزه حاصلات يي به بیلابیلو سیمو کې د ختیځو نورو ولایتونو ترڅنګ د هیواد بیلابیلو سیمو ته لیږدول کیږي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته