پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۲۸ وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يوځای شول
نیټه: Sat, 08 Feb 2020 11:28:41 +0000

 

 د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي يادو وسله والو طالبانو په خوږياڼو، هسکې مینې ، مومندرۍ او لعلپورې ولسوالیو کې ورانکاري فعالیتونه ترسره کول چې د ملي امنیت د ریاست په هلو ځلو يې وسله پرځمکه کيښوده او د سولې له پروسې سره یوځای شول.

 شاه محمود میاخیل د سولې له پروسې سره د یادو وسله والو يوځای کیدل د يادو سیمو امنیتي وضعیت په ښه والي کې اغیزمن وبلل او له دوي يي غوښتنه وکړه چې نورو وسله والو ته دې هم د سولې پیغام ورسوئ.

 په همدې حال کې د سولې پروسې سره یوځای شوي وايي د نورو په اشاره يې ورانکاري فعالیتونه ترسره کول او له نورو وسله والو هم غواړي ، چې د امن ، سوکالۍ او پرمختګ په پار دې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

ننګرهار والي همدراز په شیراد ولسواليو کې د عملیاتو د پراخیدا خبره کوي او زیاتوي په ننګرهار کې به د وسله والو د ځپلو په پار عملیات تر هغې دوام وکړي ترڅو ټولې ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو له شتون څخه پاک شوي نه وي.

 میاخیل زیاتوي په مومندرې ولسوالۍ کې طالبان هوډ لري چې د ډيورنډ د فرضي کرښې هغې لورې ته ډلګۍ جوړ او بیا د فرضي کرښې دغې غاړي ته ورانکاري فعالیتونه ترسره کړي ، چې دوي يې د مخنيوي په پار په ياده ولسوالۍ کې دفاعي سیستم مخکې تر مخکې نیولای دی.

 طالبانو بیا تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي ، خو د ننګرهار سیمه یز چارواکي وايي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې ۱۴۲ طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته