پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

روان کال ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي
نیټه: Sat, 08 Feb 2020 11:41:23 +0000

 

د مالیې وزارت وایي په ۱۳۹۸ مالي کال کې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.

د افغانستان د مالیې وزارت وایي سږ کال یې د تېرکال په پرتله ۱۰ سلنه زیات عواید او مالیات راټول کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد عیسی قدرت د شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې روان مالي کال ۲۰۸ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله شوې ده.

قدرت دا هم وویل، چې په تېر ۱۳۸۷ کال کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې بیا د سوداګرو او د لویو لارو موټر چلونکو په ناقانونه ډول د ګمرکونو او اخاذیو له امله شکایتونه کړي، خو د مالیې وزارت وایي چې د دا ډول خپل سریو مخه به نیسي.

له دې سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند د مالیاتو د راټولونې د بهیر پر اسانه کولو ټينګار وکړ.

د پانګونې خونې مسولين ټینګار کوي، چې باید په لویو سوداګریزو لارو کې د سوداګرو ستونزې لکه د ویزې ګمرک حل شي څو د دغې خونې د مسوولینو په وینا په دې سره راتلونکو کلونو کې د دولت عواید نور هم لوړ شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته