پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د دره نور ولسوال د قاتلينو نیولو لپاره درې ورځې نور وخت واخیست
نیټه: Sat, 08 Feb 2020 13:31:01 +0000


د دره نور قومي مشران وایې که د یوې کورنۍ د درې غړو قاتلین ونه نیول شي، د ولسوالۍ چارواکې به په صحرایې ډول محاکمه او مجازات کړي
خو د دره نور ولسوال بیا وایې د قاتلينو نيولو په برخه کې یې پرمخنګ کړی دی.
 تر پنځه ورځنې ضرب الاجل وروسته د دره نور ولسونه یو ځل بیا دولسوالۍ په چارواکو پسې د یوې کورنۍ د درې غړو د قاتلينو په نيولو کې د غفلت له امله د ولسوالۍ انګړ ته راغلي
وایي که د ولسوالۍ ملکې او نظامي چارواکي قاتلين ونه نيسي نو په صحرایې ډول به یې محاکمه او مجازات کړي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو هم د قاتلينو په نیولو ټینګار کاوه او ویې ویل د ولسوالۍ هغه مسؤلين به عدلي او قضایې ادارو ته وروپېژندل شي چې د پېښي په مخنوي او د قاتلينو په نېولو کې یې بې پروایې کړي.
خو دې غونډه کې یې یوځل بیا د ولسوالۍ چارواکوته د قاتلينو نیولو لپاره دوه ورځنی ضربالاجل وټاکه.
د دره نور ولسوال وایي د يوي کورنۍ د درې غړو قاتلينو په نيولو کې پرمختګ شوی او که د ولسوالۍ په امنیتي مسؤلينو یې د قاتلينو په نيولو کې بې پامې ثابته شي عدلي او قضایې ارګانونو ته به یې ور وپېژني.
ولسوال د قاتلينو د نیولو لپاره له ولسونو درې ورځې نور هم وخت واخیست.
 څو ورځې وړاندې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ په شوکیالۍ کې نا مالومه وسله والو د یو کور درې غړي چې دوه ورونه او یو د کاکا زوي وو له موټر ښکته کړي او وژلي یې دي چې دې پېښې د دره نور ولسونه قهرولي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته