پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله عبدالله: د ولسمشریزو ټاکنو پایلې باید شفافې اعلان شي
نیټه: Sat, 08 Feb 2020 13:36:11 +0000

 

د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ کاندید عبدالله عبدالله وايي، د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې باید له قانون سره سمې شفافې اعلان شي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د میزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې چې له څه باندې څلورو میاشتو تېرېدو وروسته یې لا وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.
عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ  په یوه غونډه کې وویل چې د ټاکنو کمېسیون لخوا د شفافو ټاکنو اعلان به له جګړې او اوسني وضعیت څخه د افغانستان د ژغورلو سبب شي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تېره اونۍ د استینافي او استثنايي اعتراضونو په اړه خپل پرېکړه اعلان کړه چې په اساس به یې هغه یو شمېر رای چې په اړه اعتراضونه شتون لري بیا وشمېرل شي.
پر همدې مهال د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وايي، د افغانستان خلک د دغه هیواد له حکومتي مشرانو څخه تمه لري چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو پوري د هیواد ثبات، امنیت او اقتصاد ته جدي توجه وکړي.
تر دا مهاله د استینافي اعتراضونو په اړه د شکایتونو کمېسیون پایلې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیو ته نه دي استول شوي.
د ټاکنو کمېسیون ویلي چې هغوی هم د شکایتون کمېسیون پرېکړې ته په تمه دي چې په اساس به یې د ځینو محلونو د رایو بیا تفتیش پيل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته