پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې د تریاکو تولید زیات شوی
نیټه: Sat, 08 Feb 2020 13:57:41 +0000

 

په سپینه ماڼۍ کې د مخدره موادو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې په افغانستان کې د تریاکو د تولید په اړه خپله کلنۍ ارزونه اعلان کړه.
دغې ارزونې کې چې خپره شوې راغلي د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله کمه شوې خو د خالصو تریاکو تولید لا هم زیات دی.
دا اداره وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ فیصده کم شوی دی. تېرکال په ټول افغانستان کې په ۱۶۰۰۰۰هکتاره ځمکه کې او په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۲۱۰۰۰ ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.
سپینه ماڼې وایي چې یاغیان د نشه يي توکو د قاچاق له لارې عاید ترلاسه کوي چې له کبله یې په دغه هېواد کې ناامني او فساد زیات شوی دی. دغې ادارې ویلي دي چې له افغان حکومت سره به ګډ کار وکړي چې دا جدي ستونزې حل شي.
د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنترول د ملي تګلارې اداره وايي دا ارزونه
د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنترول د ملي تګلارې اداره وايي یاد معلومات له ولایتونو څخه دوی ته رسېدلې .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته