پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د محمد محقق زوی خپل ورور وژلی او پنځه تنه نور يي ټپيان کړي
نیټه: Sun, 09 Feb 2020 10:20:41 +0000

 

د محمد محقق زوی باقر محقق نن په خپل کور کې د ورور له لوري ووژل شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق د دوو زامنو حسین محقق او باقر محقق ترمنځ شخړه شوې، چې په پایله کې یې باقر محقق وژل شوی او د محقق پنځه نور ساتونکي ټپیان شوي.
د دغه وزارت مرستیالې ویاندې مروه امیني رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي، حسین محقق هم ټپي شوی.
خپله محقق په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کابل امنیې قومندان سید محمد روشندل وویل، په دې پېښه کې اته کسان نورهم ټپيان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د محمد محقق یوه نژدې خپلوان عصمت الله خنجري رسنیو ته ویلي نن سهار د محقق کشر زوی حسین محقق، چې یو څه رواني ستونزه یې لرله، وسله راخیستې، خپل ورور باقر محقق یې وژلی او د محقق ځینې ساتونکي یې ټپیان کړي دي.
نوموړی وايي، امنیتي سرتېري سیمې ته رسېدلي او ورتلونکې لارې یې کلابندې کړې او حسین محقق یې نیولی او روغتون ته یې لېږدولی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته