پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اجمل عمر: یو افغان سرتېري اووه امريکايي ځواکونه وژلي
نیټه: Sun, 09 Feb 2020 10:38:21 +0000

 

 د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ننګرهار ولایت کې ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د امریکا پوځ وايي، لومړني راپورونه ښيي چې پر امریکايي پوځیانو یوه سړي، چې د افغان ملي اردو یونېفورم یې اغوستی و، ډزې کړي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویندوی ډګروال ساني لیګیټ یکشنبه سهار وختي په یوه بیان کې وویل، دا پېښه هغه مهال وشوه چې افغان او امریکايي ځواکونه له یوې سیمې څخه راستنېدل.
د لیګیټ په وینا افغان او امریکايي ځواکونو د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ ته د یوه مهم مشر لیدو ته تللي وو.
ده همداراز وویل، له تازه راپورونو سره سم، یوه تن، چې د افغان ځواکونو یونېفورم یې اغوستی و، پر امریکايي او افغان ځواکونو ډزي وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي  چې په دې پېښه کې، چې ظاهراً د افغان ملي اردو یوه سرتېري کړې، لږترلږه ۳ افغان سرتېري ژوبل شوي دي.
د میاخېل په وینا برید کوونکی هم وژل شوی او تر اوسه نه شي ویلی چې هغه ولې دا برید وکړ.
د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر وایې شېرزادو کې د پیل شوو عملیاتو لپاره د داخلي او بهرنيو ځواکونو دهمغږۍ له ناستي وروسته د کمانډو یو سرتېري په بهرنيو ځواکونو ډزي کړي چې اووه تنه یې وژلي. 
اجمل عمر وایي د بهرنيو ځواکونو په ځوابي برید کې دګمانډو بریدګر سرتیری وژل شوی یوبل ټپي شوی او دوه تنه بهرنيو ځواکونو له ځان سره بیولي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته