پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جوبایډن: افغانستان به هېڅ کله متحد هېواد نه شي
نیټه: Sun, 09 Feb 2020 12:43:48 +0000

 

ولسمشرۍ ماڼۍ د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې افغانان تل متحد او یو ملت وو.
د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند احتمالي نوماند او د پخواني ولسمشر د مرستیال جوبایډن دا څرګندونې چې ګوندې د افغانستان متحد کول ممکن نه دي په دې هېواد کې تند غبرګونونه را پارولي دي.
بایډن ویلي دي چې افغانستان داسې هېواد نه دی چې یو موټی شي. 
جویایډن چې د شنبې په شپه د دموکرات ګوند په انتخاباتي مناظرې کې غږېده، دا هم وویل چې افغانستان ته د سفرونو پر مهال دې نتیجې ته رسېدلی چې د دغه هېواد یو موټي کول هېڅ‌امکان نلري.
د جوبایډن دې څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې هم تند غبرګونه را پارولي دي او د دې شبکو ډیرو کارونکو د هغه خبرې رد کړي او ویلي یی دي چې افغانان یو ملت او سره متحد دي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمیسیون مشراحمد جاوید رووف وایي افغانانو د خپل دښمن پر وړاندې تل خپل یو والی ساتلی دی.
د افغانستان د ولسمشر مشاور او د افغانستان د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د ادارې مشر وحید عمر د ‌جوبایډن د څرګندونو په ځواب کې لیکلي دي.
د دموکرات ګوند په دغې انتخاباتي‌مناظرې کې یوې بلې نوماندې الیزبت وارن بیا ادعا وکړه چې افغان حکومت پر خپلې ۶۰ سلنه خاوره په خپل واک کې لري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته