پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې بیلا بيلو جرمونو په تور ۲۰۵ کسان نيول شوي
نیټه: Sun, 09 Feb 2020 12:54:00 +0000

 

د ننګرهار ولایتي مقاماتو په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د امنیه قومندانۍ پوليسو په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار په مرکز او ولسواليو کې ۱۰۱ عملياتونه ترسره کړي چې پکې یې د بېلا بېلو جرمنو په تور له ۲۰۰ سوه زيات تورن کسان نيولي او له نيول شوو کسانو یې وسلې مهمات ۱۵سوه کيلو ګرامه نشه یې توکي او نقليه وسایط هم نيولي.
دننګرهار والي شاه محمود ميا خيل وايي د ننګرهار امنيه قوماندانۍ پولیسو د تېرې يوې مياشتې په موده کې د بېلابېلو قضيو په تړاو ۲۰۵ تنه نيولي دي.
نيول شوي کسان او ترلاسه شوې وسلې، مهمات او نشه يي توکي نن يکشنبه امنيه قوماندانۍ کې رسنيو ته وښودل شول.
امنیتي چارواکي وایي په جلال اباد ښار کې یې د حرفوي غلو څو ګروپونه هم نيولي او یو تن چې څه موده وړاندې انسان تښتوونکو د خپل پور د ترلاسه کولو پرمهال پکتیا ولایت ته تښتولی وو د تښتوونکو له منګولو خلاص کړی.
د ننګرهار امنې قوماندان سمونوال محمد ايمل نيازي وويل،په نيول شويو کسانو کې ګڼ شمېر کسانو حرفوي غلو پورې تړاو درلود چې د ولس په همکارۍ نيول شوي دي.
په ننګرهار کې د امنیه قومندانۍ دا لاسته راوړني په داسي مهال دې چې د کورنيو چارو وزارت په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې د وسله والوغلو او مجرمينو په نيولو پسې د خپلو هڅو د چټکېدو ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته