پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یعقوبي: معلولیت لرونکي خلک له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي
نیټه: Sun, 09 Feb 2020 13:41:21 +0000

 

د معلویت لرونکو په تړاو د بشرحقونو د خپلواک کمېسیون نوی موندنې. 
د ياد کمېسیون یوې نابینا غړی بنفشه یعقوبي د همدې نوو موندونو په تړاو د راپور ورکونې پرمهال وویل په هیواد کې معلول وګړي د بیلابیلو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي چې له کبله يې په ټولنیزه ژوند کې ساحه خورا محدوده شوي ده. 
 میرمن یعقوبي وايي د بشرحقونو کېسیون په ۲۰۱۹ کال کې په ۲۸ ولایتونو کې بیلابیلو معلولینو سره مرکې کړي او د هغوې ستونزو ته يي رسیدنه ترسره کړي ده. 
د میرمن یعقوبي په وینا ، که څه هم حکومت د معلولیت لرونکو خلکو لپاره کارونه کړي ، خو بیا په هیواد کې معلولیت لرونکو خلک د زده کړي او اختصاصي روزنې لازمې زمینې نه دې برابرې شوي
 ویل کیږي د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقونو لپاره د نوی قانون تصویب او د معلولینو لپاره د مادي امتیازاتو په اساس تبعیض له منځه وړل ، د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د ملاتړ او بیارغونې مرکزونه رامینځته کول او د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د زده کړې فرصتونه چمتو کول هغه وړاندیزونه دي چې د بشرحقونو کمېسیون په هیواد کې د معلولیت لرونکو اشخاصو وضعیت ښه کول وړاندي کړي دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمیرو له مخې دا مهال په ټول هیواد کې شاوخوا یو ملیون معلولین شتون لري. بلخوا بیا د شهیدانو او معلولینو وزارت ویلي دوي به د معلولیت لرونکو اشخاصو حقونو او امتیازاتو قانون له سره وڅیړي او د معلولینو لپاره د ننګونو له منځه وړلو لپاره به کار ته دوام ورکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته