پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکايي او طالب استازي قطر کې پر افغان سولې غږيدلي
نیټه: Mon, 10 Feb 2020 10:09:03 +0000

 

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وايي تېر ماښام د دوى څو غړو د قطر د بهرنيو چارو له وزير او زلمي خليل‌زاد سره خبرې کړې دي.
د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي دي چې تېر ماښام د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر اخند، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه او مولوي امیرخان متقي، د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او ډاکټر زلمي خلیلزاد سره ناسته درلوده.
هغه وايي چې په دې ناسته کې د مذاکراتو د پايلو او وروستيو اقداماتو په اړه پر ځینو مهمو موضوعاتو بحث وشو.
شاهين د يادې غونډې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
خليل‌زاد تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او نورو سياستوالو سره خبرې وکړې.
د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو يوه کلنه لړۍ چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يوه ټويټ ځنډېدلې وه، تېره مياشت بيا پيل شوه، خو دغه ځل اوربند او د تاوتريخوالي کمول د امريکايي لوري او افغان حکومت جدي غوښتنه ده.
د دويم پړاو خبرو په جريان کې پر بګرام پوځي اډې چې د امريکايي ځواکونو ستر مرکز دى، د طالبانو له خوا ډله ييز بريد وشو چې له امله يې دا خبرې يو ځل بيا له خنډ سره مخ شوې خو تېر ماښام يې بيا غونډه کړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته