پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندوز کې ملي امنيت د طالبانو له زندان ۱۷ تنه ازاد کړې
نیټه: Mon, 10 Feb 2020 11:01:34 +0000


 
په كندوز كې د ملي امنيت ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو له يوه زندانه د ملكي وګړو په ګډون ۱۷ تنه خوشې شول.
د ملي امنيت د عمومي رياست له لوري په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې ځانګړو ځواكونو يې د خان اباد ولسوالۍ په نو اباد سيمه كې د طالب قوماندان قاري ولي پر زندان عمليات ترسره كړل.
د سرچينې په خبره، د عملياتو په مهال له ياد زندانه ۱۷ تنه ازاد شول، چې په كې ۱۵ امنيتي سرتېري او دوه ملكي وګړي شامل دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو زندان له منځه وړى دى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته