پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان د افغان کډوالو په اړه نړيوال کنفرانس جوړوي
نیټه: Mon, 10 Feb 2020 11:48:07 +0000

 

 پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د افغان کډوالو په اړه دوه ورځنی نړيوال کنفرانس جوړوي چې په کې به تر ٢٠ د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي.
یاد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا دوه ورځنی کنفرانس د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره په ګډه، راتلونکې اوونۍ، د سلواغې په ٢٨ مه او ٢٩مه جوړېږي.
سرچينې زياته کړې چې دغه نړيوال کنفرانس په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د ٤٠ کلونو پوره کېدو په مناسبت جوړېږي .
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کنفرانس پرانيسته به د پاکستان لومړى وزير عمران خان کوي، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ستر کمېشنر فلېپو ګرانډي، د شاوخوا ٢٠ هېوادونو وزيران، استازي او سفيران به په کې ګډون او ويناوې وکړي.
د سرچينې په وينا، د هغو هېوادونو استازي به په دغه کنفرانس کې ګډون کوي چې په تېرو ٤٠ کلونو کې يې له افغان کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړې دي.
په خبرپانه کې راغلي، دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د سولې پروسې هم پرمختګ کړى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړې چې په دغه کنفرانس کې به نړيواله ټولنه يو ځل بيا افغان کډوالو ته خپله پاملرنه زياتوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته