پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ټاکل شوې دناټودفاع وزيران دافغانستان په اړه خبرې وکړي
نیټه: Mon, 10 Feb 2020 11:51:22 +0000

 

ټاکل شوې ده چې د ناټو دفاع وزيران د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي.
په  بلجيم کې د ناټو سازمان د مطبوعاتي دفتر يوه چارواکي ویلي  چې د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د سلواغې په ٢٣مه او ٢٤مه په بروکسل جوړېږي.
سرچينې زياته کړه چې په دې ناسته کې به په بېلابېلو هېوادونو کې د ناټو ماموريتونه او عمليات و ارزول شي.
د ناټو دغه چارواکي وويل چې دغه راز په دې ناسته کې به د ناټو او اروپايي اتحاديې پر ګډې همکارۍ هم خبرې وشي چې په کې د اروپايي اتحاديې مرستيال او استازي ګډون کوي.
د سرچينې په خبره چې د دې غونډې په دويمه ورځ به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وشي چې په کې د ناټو د دفاع وزيرانو ترڅنګ د هغو متحدينو استازي هم ګډون کوي چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت کې ونډه لري.
سرچينه وايي چې په دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان دفاع وزير اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى نيکولاس کې، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر، د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او نړيوال بانک استازي هم ګډون کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته