پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پر افغان ماشومو نجونو جوړ فلم د اوسکار جایزه وګټله
نیټه: Mon, 10 Feb 2020 13:35:43 +0000

 

افغانستان کې د نجونو د سکېټ زده کړې په اړه یو مستند فلم د اوسکار جایزه وګټله.
د فلم نوم (په یو جنګ ځپلي هېواد کې د نجونو سکېټ بورډ) دی چې د لنډو مستندو فلمونو په برخې کې جایزې ته نوماند و. 
دغه فلم د ۲۰۲۰ کال د اوسکار جایزه  تیر ماښام  ترلاسه کړه.
دا فلم چې په ۲۰۱۷ کې افغانستان کې جوړ شوی، داستان یې په هغو افغانو نجونو څرخي چې سره ده ډېرو ستونزو د سکېټ بورډ زده کړه کوي.
امریکایۍ فلم جوړونکې کارل دیسینګر چې له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راهیسې افغانسان کې په فلم جوړولو بوخته وه، دغه فلم جوړ کړی او برېتانیوۍ الینا اندریچیوا د یاد فلم ډایرکټري کړې ده.
نوموړې ویلي چې افغان انجونې زړه ورې دي، د دوي ښوونکي دوی ته ښيي چې دوی باید خپل غږ جیګ کړي او ووايي چې زموږ مخه دې څوک نه نیسي.
دغه فلم تېره اونۍ، بریتانیا کې د بفاتا په نامه د لنډو فلمونو جایزه هم ګلتې وه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته