پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې ځانمرګي برید ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نیټه: Tue, 11 Feb 2020 10:38:25 +0000

 

د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړونده سيمه کې ځانمرګی برید شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار اوه بجې شاوخوا د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړند قمبر څلور لارې کې د ځانمرګي برید له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
 د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چې په پېښه کې دوه ملکیان او څلور افغان سرتېري وژل شوي. 
د دې وزارت په وینا دغه راز په ټپیانو کې ۵ ملکي وګړي او اته  یې نظامیان دي.
 د سرچینې په خبره دا شمېره نهایي نه ده او نور معلومات به وروسته شریک کړي.
 رحیمي وایي، ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته د مارشال فهیم پوهنتون دروازې مخې ته چاودنه ورکړې ده. 
تراوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته