پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حکمتيار: که غوښتنې مې ونه منل شي دټاکنو پايلې نه منم
نیټه: Tue, 11 Feb 2020 10:41:57 +0000

 

ګلبدین حکمتیار وایي که قانوني غوښتنې یې و نه منل شي نو د ټاکنو پایلې نه مني. 
حکمتیار چې نن یې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې ویلي، د ټاکنو کمیسیون د هرې رایې پر وړاندې مسوولیت لري
دده په خبره کمیسیون حق نه لري چې ان یوه قانوني رایه هم باطله کړي او دغه راز حق نه لري غیر قانوني رایې په حساب کې راولي. 
حکمتیار د سولې په تړاو هم وویل چې افغان جګړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې د حل وړ ده او ددې تمه شته چې دغه خبرې ژر پیل شي
هغه ویلي چې د سولې په اړه یې یوه طرحه هم جوړه کړې ده او ډېره ژر به یې له خلکو او رسنیو سره شریک کړي.
 د حزب اسلامي مشر د سولې په تړاو په کور د ننه اجماع هم مهمه وبلله او په خبره یې ټول ملت باید د سولې په اړه یوه خوله او یو دریځ شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته