پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غور او هرات کې ۱۷۲ وسله وال افغان ځواکونو ته تسليم شوي
نیټه: Tue, 11 Feb 2020 11:09:06 +0000

 

په غور او هرات ولايتونو كې ۱۷۲ نور وسله وال طالبان امنيتي ځواكونو ته ځانونه وسپارل.
۲۰۷ ظفر قول اردو نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په غور كې د عبدالله، محمد يوسف او ملا سرور په مشرۍ ۱۶۰ طالبانو خپل ځانونه افغان سرتېرو ته وسپارل.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې له دغو طالبانو سره یې درې ډ لمشران عبدالله، محمد یوسف او ملا سرور هم ملګري دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې د هرات په چشت ولسوالۍ كې بيا د قوماندان نصرالدين په ګډون ۱۲ طالبان امنيتي ځواكونو ته تسليم شوي دي.
د دغو كسانو د فعاليت سيمه دره تخت وه.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو په وينا، دې كسانو خپلې درنې او سپكې وسلې هم افغان سرتېرو ته وسپارلې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له یوې میاشتې راهیسې د غور په شهرک او د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې نژدې شپږ سوه ځایي طالبان له دې کبله دولت ته تسلیم شوي چې د دوی په ټکو پوځي فشار پرې زیات شوی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته