پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مسلمیار: مونږ بشپړ اوربند او سوله غواړو
نیټه: Tue, 11 Feb 2020 12:43:47 +0000

 

د مشرانو جرګې رئیس وايي، د هغه سولې ملاتړي ندي، چې د یو بل ناورین د پیل لامل وګرځي.

د وسله والو طالبانو او امریکا تر منځ د سولې مذکراتو ته په اشارې د مشرانو جرګې رئیس لغمان کې یوې ولسي غونډې ته وویل، چې د سولې ملاتړی دی خو د هغې  نه چې د یوه بل کړکیچ د راتګ لپاره زمینه برابره کړي.
هغه زیاته وي، چې  د تاوتریخوالی د کموالو پر ځای د اوبند پلوي کوي او دې برخه کې یې د ولسمشر غني له دریځ نه هم ننګه وکړه.
مشرانو جرګې رئیس وايي، هېواد کې موجوده ناورین یواځې په دایمي سولې پای ته رسېدلی شي.
پدې غونډه کې ځایي خلکو د مشرانو جرګي له ورغلي پلاوي سره خپلې غوښتنې او ستونزې هم شریکې کړي او له هغوي يې وغوښتل، چې  د اجراتو په برخه کې دې په مرکزي اداره فشار راوړي.
د لغمان ځايي چارواکي وایي، پرمختیايي چارو ته یې پام شته خو زیاتوي، چې ډېر تمرکز یې د ولایت د امنیت حالت په ښه والی دي.
والي محمد اصنف ننګ وویل،سږنی کال یې ۹۸ سلنه بودیجه مصرف کړې خو د بیاروغونې ځينو پروژو کې  د کيفیت خرابوالي په اړه اندېښنې هم نه ردوي.
لغمان ته د مشرانو جرګې ورغلي پلاوي ولسونو ته وویل، چې د ستونزو د حل او اسانتیاو د برابرولو په موخه به یې په مرکزي کچه همکاري وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته