پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دجلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د موسمې او زینتي بوټو قوریه پرانستله
نیټه: Tue, 11 Feb 2020 12:58:56 +0000

 

د موسمې او زینتي بوټو د روزنې ، ترویج او تکثر په پار د جلال اباد ښاروالۍ نوی اقدام.
د ښاوالۍ مسولین وايي ياده قوریه يي په جلال اباد ښار کې دننه د موسمي او زینتي بوټو د روزنې ، ترویج او تکثیر په پار پرانستله.
د دوي په خبره په ياده قوریه کې به ياد بوټې وروزي او وروسته به يي بیا د جلال اباد ښار په بیلابیلو سیمو کې د سرسبزۍ په پار کینوي.
په همدې حال کې په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ له لورې د پسرلي په رارسیدو سره د پنځلس زره نیالګیو د کینولو لړۍ پیل شوه، چې ځای مسولین له ولس هم په ياد کمپاین کې د برخې اخستو ترڅنګ غواړي چې په ساتنه کې هم ورسره مرسته وکړي.
 ویل کیږي چې د ښاروالۍ له لورې په جوړه شوي قوریه کې به د پنځه بیلابیل قسمه موسمي او زینتي بوټو روزنه ترسره کیږي ، بلخوا نیالګیو د کینولو کمپاین په داسې حال کې په لاره اچول کیږي چې تر دې وړاندې د کرنې ریاست مسولینو هم په دغه ولایت کې د دوه میلیونو نیالګیو د کینولو لړۍ پیل کړه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته