پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امريکا يي جنرالان: د ټولو سرتيرو ويستل بشري ناورين رامنځته کوي
نیټه: Wed, 12 Feb 2020 10:15:13 +0000

 

د امریکا سنا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر حضور بحث او خبرې کړې دي.
 دوی په خپله یوه غونډه کې د افغانستان د چارو شنونکو او کارپوهانو ته هم بلنه ورکړې وه.
 د امریکا سنا ویلي له طالبانو سره باید د سولې داسې هوکړه رامنځ ته شي چې د نږدې دوو لسیزو لاس ته راوړنې حفظ کړي.
 په ورته وخت کې د امریکا سنا ته ورغلو کارپوهانو ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل خورا خطرناک اقدام دی. 
دوی ویلي چې په افغانستان کې د ګاونډیو په تېره پاکستان او ایران لاسوهنه، د طالبانو جګړه ییز وضعیت، داعش ډله، القاعده شبکه او نور مسایل هغه څه دي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پیاوړي کېدای شي.
 د سنا غړو هم د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له امریکايي حکومت یې غوښتي چې هر ګام په پوره مسوولانه توګه اوچت کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته