پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې د وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه کشف شوه
نیټه: Wed, 12 Feb 2020 11:38:54 +0000

 

په هرات ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د وسلو یوه زېرمه کشف کړې.
د هرات ولایت چارواکې وايي افغان ځواکونو په زنده جان ولسوالۍ په ځانګړو عملیاتو کې و دولت ضد وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډيپو کشف کړې .
هرات د والي ویاند عبدالقیوم رحیمي ويلي  د وسلو په دغه زېرمتون کې ۱۸ میله کلاشینکوفونه، ۳ څـلوېښت ډزي ماشینونه، یو میل راکېټ، دوه میله ماشیندار، پنځه میله تفنګچې، ۵۰ د مرمیو شاجورونه، ۳۷ کړۍ لاسي بمونه، دوه عرادې موټرونه، یو عراده موټر سایکل او زرګونه فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شتون لري.
سرچینې ويلي د وسلو یاده زېرمه يي د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې تر لاسه شوې ده.
ویل کېږي چې د طالبانو یو ډلمشر او یو نومول شوی ولسوال هم د هرات د ملي امنیت ځواکونو له لوري تر پېژندلو وروسته نیول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته