پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

یو معلول کړاو څخه د خلاصون هڅه کوي
نیټه: Wed, 12 Feb 2020 12:36:29 +0000

 

 څوارلس کلن شفيق الله شاوخوا دوه کاله وړاندې هغه مهال پر دواړو پښو معلول شو چې د کور مخې ته يې د يوې نا چاوده سرګلولې چاودنه وشوه.
 نوموړی اوس له دغه کړاوي ژوند څخه د وتلو لپاره زده کړې کوي، وايي هيله يې دا ده چې ډاکټر شي او د خپلو هغو هيوادوالو درملنه وکړي چې د هغه په څېر ړندې جګړې معلول کړي دي
 د شفيق الله کورنۍ د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ ده، هلته يې جګړو ژوند تريخ کړی و، د ژوندي او روغ پاتې کېدو په هيله يې خپلې ابادې مېنې پرېښې وې او د سره رود ولسوالۍ فتح اباد سيمې ته را کډه شوي خو جګړې يې دلته هم د ټول عمر خواري په برخه کړه .
له شفيق الله سره په دې چاودنه کې د هغه درې کوچني ترونه، دوه د تره لوڼې او يو د ترور زوی ټپيان شوي او دغه راز يې يوه خور، يوه د تره لور او يوه د تره ښځه مړه شوي وو. 
تر دغې پېښې وروسته هم د شفيق الله د کورنۍ او هم خپله د ټپي اووه واړه ماشومانو هيلې مړې شوې وې چې ګواکې پاتې ژوند به يې له کړاو ډک وي؛ خو وايي، يوې خيريه ادارې يې د ژوند د بدلون هيلې ورکړې دي.
د شفيق الله نيکه عزت ګل وايي، دا يې د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه چې په يوه ورځ يې له کوره درې جنازې ووتې او اووه ماشومان ورته معلول پاتې شول. 
هغه زياتوي په ټپي ماشومانو کې يې درې خپل زامن او درې يې لمسي دي او دغه راز يې يو هم د ورور لمسی دی.
مروا په معلولو ماشومانو کې تر ټولو کوچنۍ ده، مور يې هم همدغې پېښې ترې اخېستې او دواړه پښې يې هم ورڅخه جلا کړې دي مروا که څه هم د خبرو کولو جرئت نه درلود خو اوس د ښوونځي د دويم ټولګي زده کوونکي ده او کورنۍ يې هيله منده ده چې راتلونکی به يې روښانه وي
 دا کورنۍ هيله لري چې په افغانستان کې د جګړو ښکېلې غاړې له جګړو لاس په سر شي او سولې ته مخه کړي ځکه که سوله موجود وي نو د دوی په څېر به هېڅ کوچنۍ د بدن خواږه غړي له لاسه ورنکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته