پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا: د تاوتريخوالي له کمېدو سره سم له افغانستانه د ځواکونو ايستل پيلوو
نیټه: Thu, 13 Feb 2020 10:39:57 +0000

 

امریکا وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کموالي سره هممهاله له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستل پیلوي. 
د امریکا ددفاع وزیر پرون د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو وړاندیز ورته کړی دی. 
مارک ايسپېر وایي، دوی دې ته په تمه دي چې هوکړه وشي او د تاوتریخوالي د کمولو له پیل سره سم به امریکايي ځواکونه هم له افغانستان وځي. 
په ورته وخت کې ايسپر له سټولټنبرګ سره د لیدنې پر مهال دا هم ویلي چې ناټو او امریکا له افغان حکومت خپل ملاتړ ته ژمنه ده.
 دده په وینا دواړه به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړه ادامه ورکوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به همکاري ورسره کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته