پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مارک اسپر: تاوتریخوالي د کمیدو وړاندیز د میز پر سردی
نیټه: Thu, 13 Feb 2020 12:40:18 +0000

 

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د بلجیم پایتخت بروسل کې خبریالانو ته وویل، چې دی د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمیدو د وړاندیز په اړه د خپلو متحدینو سره سلامشورې کوي.
د امریکا د دفاع وزیر په بروسل کې د ناتو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په دوه ورځیني کنفرانس کې، چې د چهارشنبې په ورځ پیل شوی د ګډون لپاره بلجیم ته تللی دی.
په دې کنفرانس کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان د سولې او امنیت پر مسلو هم د کنفرانس ګډونوال خبرې کوي.
ناتو د دفاع وزیرانو دغه کنفرانس به نن د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیږي.
د امریکا دفاع وزیر په خپل دغه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، اته زره او ۶۰۰ سوو ته د امریکايي سرتیرو د شمیر د کمیدو څخه دفاع وکړه او ویې ویل، چې د امریکا د پوځ ارزونې ښيي، چې دا شمیر به په افغانستان کې د امریکا د ماموریت لپاره کومې ستونزې راولاړې نه کړي.
اوس مهال امریکا په افغانستان کې څه باندې دولس زره سرتیري لري.
امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر د کمیدو اعلان څو میاشتې وړاندې کړی دی او ویلي دي، چې د سرتیرو شمیر کمیدل د طالبانو سره د دغه هیواد د ممکنه هوګړې پورې اړه نلري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته