پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اردوغان پر مسکو د خلکو د وژنې تور پورې کړ
نیټه: Thu, 13 Feb 2020 12:44:43 +0000

 

د ترکیې ولسمشر پر روسیې تور پورې کړی چې د سوریې د حکومت د ملاتړ لپاره خلک وژني.
رجب طیب اردوغان دا خبره  د خپل هېواد د پارلمان غونډې ته وکړه او خبرداری یې ورکړ، که چېرته په سوریه کې پر ترکي پوځيانو برید وشي، ترکیه به په هر ځای کې د سوریې پر حکومتي سرتېرو حملې وکړي.
د ترکیې ولسمشر په داسې مهال دا خبرې کړې دي چې سوریې ته د ترکیې نور ځواکونه رسېدلي دي.
روسیې د ترکیې په ځواب کې ترکان تورن کړي دي چې د سوریې په شمال لوېدیځ ښار ادلب کې یې د ترهګرو پر ځپلو سترګې پټې کړې دي.
ترکیې په وروستیو څو ورځو کې په ادلب کې خپل سنګرونه پیاوړي کړي دي او هلته‌یې نور تجهیزات او پوځیان استولي دي.
رجیب طیب اردوغان د پارلمان غونډې ته دا هم وویل چې د سوریې رژیم د روسیي ځواکونو او ایراني ملېشو په ملاتړ په دوامداره توګه پر ملکیانو بریدونه کوي، عام خلک وژني او وینې بهوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته