پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې د کرونا ناروغۍ لپاره ګڼ شمیر مرکزونه جوړشوي
نیټه: Wed, 19 Feb 2020 13:42:23 +0000

 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مسوولين خبر ورکوي، چې د کرونا  وايرس د تشخيص زمينه په هيواد دننه برابره شوه. 
د ياد وزارت وزير ډاکټر فيرزالدين فيروز دمزارشريف ښار کې وويل، چې د هيواد په شمېر ولايتونو کې يې د کرونا  وايرس د تشخيص روغتيايي مرکزونه فعال کړي، چې مجموعي شمېر يې ۳۰۰ بسترو ته رسېږي. 
نوموړي مزارشريف ښار کې هم د کرونا وايرس د تشخيص په موخه ۳۰ بستريز روغتيايي مرکز او همدا راز د سرطان ناروغۍ د درملنې ۱۰ بستريز روغتيايي مرکز پرانيستل. 
هغه وايي، چې په وروستيو ورځو کې يې شاوخوا ۵۰۰ افغانان له چين څخه هيواد ته انتقال کړي، چې معايناتو نه وروسته معلومه شوې، چې د کرونا ناروغۍ هېڅ ډول نښې پکې نشته. 
د عامې روغتيا وزير هغه اوازې هم رد کړې، چې بدخشان ولايت کې د کرونا ناروغۍ پيدا کېدو په تړاو خپرې شوې وې. 
د هغه په وينا ياد وزارت د هيواد ټولې سرحدي سيمې تر بشپړ نظارت لاندې نيولي او هڅه يې دا ده، چې د کرونا وايرس خپرېدو ته نه پرېږدي. 
په ورته مهال د مزارشريف اوسېدونکي له حکومته غواړي، چې د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه جدي تدابير ونيسي. 
هغه زياته کړه چې بلخ ملکي روغتون په ښه او معياري ډول جوړ شوی؛ خو د خدماتو په برخه کې يې ګڼې ستونزې موجودې دي. 
ځايي اوسیدونکي  د کرونا وايرس د تشخيصولو مرکزونو پرانيستل ښه ګام  بولي  خو په خبره یې چې يادو مرکزونو کې بايد پرمختللی طبي وسايل او تجهيزات هم موجود کړای شي. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته