پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مالي وزارت : په عوايدو کې د پام وړ زیاتوالي راغلي
نیټه: Thu, 20 Feb 2020 12:38:36 +0000

 

د مالیې وزارت مسولین وايي دوي  توانېدلی دی چې د تېرو اتلسو کلونو په ترڅ کې د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې د لومړي ځل لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره د مالي او اقتصادي اصلاحاتو پروګرام؛ د ارزونې په شپږ دورو کې بشپړ کړي.
د دغه وزارت مالي مرستیال، عبدالحبیب ځدراڼ د اصلاحاتو په پایله کې له ټاکل شوي هدف څخه د زیاتو ملي عوایدو راټولول د مالیې وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه ده او دغه وزارت په ۱۳۹۸ مالي کال کې څه باندې ۲۰۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
ځدراڼ وویل حکومت د ۱۳۹۸ مالي کال د پراختیایي بودجې د لګښت په برخه کې توانېدلی چې څه باندې ۱۳۹ میلیارډه افغانۍ چې د پراختیایي بودجې ۹۴ سلنه جوړوي؛ ولګوي.
د مالیې وزارت د مالي مرستیال په خبره، د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره ټوله ملي بودجه ۴۲۸ میلیارډه افغانۍ اټکل شوې، چې له دې جملې څخه ۲۸۹ میلیارډه افغاني عادي او ۱۳۹ میلیارډه افغانۍ پراختیایي بودجه جوړوي.
مالیې وزارت له فساد سره د مبارزې په برخه کې توانېدلی چې د ۱۳۹۸ مالي کال له پلان سره سم د مرکزي ریاستونو، مستوفیتونو، ګمرکونو، د کنترول د مدیریتونو، د مالیاتي حوزو او پروژو په ګډون ۱۱۹ مراجع او د مرکزي او ولایتي ادارو ۸۲ ځانګړي موضوعات تر څېړنې لاندې ونیسي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته