پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د سولي جام تر نامه لاندې د بایسکل ځغلوني سيالۍ
نیټه: Sat, 22 Feb 2020 12:54:20 +0000

 

د بایسکل ځغلوني فدراسيون مشر وايي سیالیو کې د نهه ولایتونو څلويېښت تنو لوبغاړو برخه اخیستي چې موخه يي د نا کامورا د هڅو ستاينه او د سولې ملاتړ دی.
د سیاليو ګډونوال سولي ته هيله مند دي او وایې هېوادوالو ته لویه خوښي سوله ده چې په ملاتړ یې دوی د بایسکل ځغلوني سیالي ترسره کړي.
د هېواد په ۹ ولایتونو دا بایسکل ځغلوونکې ننګرهار ته راغلي او په بایسکلونو شل کيلو مټره مزل کوي.
د سولي جام تر نامه لاندې دا سیالۍ د تیتسو ناکامورا د هڅو ستایني او د افغان سولي پروسې په ملاتړ ترسره کېږي.
د بایسکل ځغلوني فدارسيون رئیس وایي په سیاليو کې د هېواد د نهه ولايتونوڅلوېښت تنو لوبغاړو برخه اخیستي چې لومړي، دوهم او درييم مقام ګټونکو ته یې ډالۍ هم ورکول کېږي.
 د سولي تږي دا لوبغاړي وایې سوله د هېواد والو اړتیا ده او غواړې چې د دې سیاليو په تر سراوي حکومت پلوه ځواکونو او وسله والو مخالفينو ته د سولي پیغام ورسوي.
دوي وایې د تیتسو نا کامورا د هڅو قدردانی هم کوي او هغه د افغانستان ریښتنی خدمتګار یادوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته