پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه خوښي او دايمي اوربند غوښتنه
نیټه: Sat, 22 Feb 2020 12:58:24 +0000

 

 جلال اباد ښار کې د سولې ولسي حرکت غړو د يوه لاریون په ترڅ کې په جګړه کې له ښکیلو غاړو وغوښتل چې لنډ مهاله تاوتریخوالي کمیدل دې په دايمې اوربند بدل کړي او ولس ته خوښي ور په برخه کړي. 
دوی وايي د تېرې شپې راهیسي په جلال اباد ښار او نورو لویو ښارونو کې د خلکو له خوښيو څرګندیږي چې د سولې تګي او له جنګ جګړو ستړي شوي دي.
يواځې د سولې ولسي حرکت غړو په جلال اباد ښآر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت له امله خوښي نه لمانځله بلکي ترڅنګ يي يو شمیر ښاریانو هم ملتیا کوله او هغوي هم په ښکیلو لورو د دایمي اوربند غږ کاوه او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل کیدو غوښتنه يي کوله.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک لپاره د زمینې د برابریدا په پار د طالبانو له لورې د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه شوي وه ، چې ياده موده تېره شپه پیل شوه ، او ویل کیږي چې له هغې وروسته به لومړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او وروسته به بیا بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته