پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې سولې ته هڅوونکی انځوریز نندارتون پرانیستل شو
نیټه: Sun, 23 Feb 2020 13:31:35 +0000

 

د ننګرهار،کابل او هرات ولایتونو ځوانانو په جلال اباد ښار کې د سولې او یوالي تر عنوان لاندې په لاس جوړ شوي انځورونه نندارې ته وړاندې کړل .
نقاشان وایي، غواړي د خپل هنر له لارې په ټولنه کې د سولې په ملاتړ غږ پورته کړي.
دا نندارتون د هنرلار فرهنګی دفتر په دې ولایت کې پرانیستی، چې د مسولینو په خبره یې د ۷ ولایتونو ځوانان ښځې او نارینه ورسره مله دي.
د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې د هرات، کابل او ننګرهار یو شمېر ځوانانو د انځورونو نندارتون جوړ کړی و.
هغوي وایي له دې لارې غواړي، چې د سولې پيغام ورسوي او د ولسونو تر منځ د اړیکو په غښتلتیا کې رول ولري.
د دوی ډېر انځورونه له جګړې د کرکې او د سولې په ملاتړ وو.
دا نندارتون د راځئ خبرې وکړو پروګرام له خوا پیل شوی، چې د هېواد له اوه ولایتونو څخه په کې ځوانان برخه لري.
د نندارتون لیدونکي وویل، د سولې او جګړې په اړه یې د انځور په ژبه ډېر ښه پيغامونه ولېدل.
پدې وروستیو کې ننګرهار ته په بېلابیلو پروګرامونو کې د ولایاتو د ځوانانو ډلیز سفرونه زیات شوی، چې تر دې وړاندې يې د وطندارې ملي پروګرام وو،چې د ۲۱ ولایتونو ځوانانو په کې برخه لرله.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته